د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۹مې نېټې له يوې امريکايي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې امريکا په نرمه رويه د ايران مسئلې د حل په هڅه کې ده.
نوموړي په اشارې ويلي، چې هغه د پراخو پوځي عملياتو د بيا پيل په پرتله پر ايران د لازياتو اقتصادي فشارونو پر لګولو تمرکز لري.
ټرمپ ويلي، امريکا د ايران وضعيت څاري او د دغه هېواد اوسنی اقتصادي وضعيت يې (( ډېر خراب )) بللی دی او په خبره يې، ایران د پيسو له سخت پړسوب او مالي کمبود سره مخ دی او د ځواکونو د لګښت پيسې هم نه لري.
نوموړي زياته کړې، د ايران اقتصادي بحران په سمندر کې د امريکا د بنديزونو له امله مخ پر سختېدو دی.





























