په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو، د عیج خلف الشمري په ګډون، سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، د پانګونې د فرصتونو او د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو په اړه خبرې وشوې. دواړو لوریو د افغانستان او کویټ ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.





























