نړیوال بانک افغانستان د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کال لپاره هم د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په کتار کې راوستی دی. د نړیوال بانک د اوسني طبقهبندۍ له مخې، هغه هېوادونه د ټیټ عاید لرونکو اقتصادونو په ډله کې شاملېږي چې د هر وګړي کلنی ناخالص ملي عاید یې ۱۷۵۰ ډالرو یا تر دې کم وي. نړیوال بانک وايي، د هېوادونو د عاید کچې طبقهبندي هر کال د جولای په لومړۍ نېټه تازه کېږي او د هر وګړي د ناخالص ملي عاید پر بنسټ ترسره کېږي. افغانستان په وروستیو کلونو کې هم د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په ډله کې پاتې شوی، چې د هېواد د ټیټې عایداتي کچې او ستونزمن اقتصادي وضعیت څرګندونه کوي.





























