د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) استازي تورهان صالح د افغانستان شمال ته د سفر پر مهال له بېلابېلو سوداګریزو کاروبارونو لیدنه کړې ده. نوموړي ویلي، یاد کاروبارونه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د صادراتو په پراختیا او د ښځو لپاره د نویو کاري فرصتونو په برابرولو کې فعالیت کوي. د یو اېن ډي پي په وینا، په دغو کاروبارونو کې یو افغان «د دریم نسل» شرکت هم شامل دی چې هر کال زرګونه ټنه ممیز هند او نورو بازارونو ته صادروي. دغه شرکت د ممیزو د صادراتو ترڅنګ خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم پراخ کړي او ښځې پکې فعاله ونډه لري. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وايي، د دغو فعالیتونو ملاتړ د اروپايي ټولنې په مرسته ترسره شوی دی.





























