امريکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې په پټه د تېلو د لېږد کانال جوړ کړی او هره ورځ پرې “ميلیونونه بېلره” تېل لېږدوي.
اکسیوس د اګست په ۱۹مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې د دوو امریکایي چارواکو په قول خبر ورکړی، چې ځواکونه یې له څو اوونيو راهيسې د همدغه کانال له لارې تېل لېږدوي.
راپور وايي، امريکايي ځواکونو په تېرو دوو اوونيو کې د عمان ساحل په جنوب کې د کانال له لارې هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ د تېلو ټانکرونه تېر کړي دي.
دغو امریکايي چارواکو ويلي، په تېرو دوو اوونیو کې يې د تېلو د لېږد منځنۍ ورځنۍ اندازه په دوامداره توګه زياته شوې او اوسنۍ اندازه يې ۱۰ ميلیونو بېلرو ته نږدې ده.
راپور وايي، ځیني وخت له خلیج څخه ټولټال ۱۵ تر ۲۰ ميلیونه بېلره تېل د همدغه کانال له لارې هم لېږدول شوي دي.





























