د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د اګست په ۲۰مې نېټې د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د السلوادور د تقنيني کانګرېس له مشر ايرنيستو کاسترو سره ليدلي او د دواړو خواوو پر اړيکو او همکاريو يې ورسره خبرې کړي دي.
د اګست ۲۱مه نېټه د چين او السلوادور ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۸مې کليزې سره برابره ده.
جاو له جي ويلي، د چين او السلوادور د مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې د دواړو هېوادونو اړيکو چټک او هراړخيز پرمختګ موندلی او د همکاريو زياتې لاسته راوړنې لري.
نوموړي ويلي، له السلوادوري لوري سره به د دواړو مشرانو مهمې هوکړې نورې هم ښې عملي کړي، متقابل باور به ورسره لاټينګ کړي، خپلمنځي تګ راتګ او همکاريو ته به یې وده ورکړي او دوه اړخيزې اړيکې به یې لالوړې کچې ته ورسوي.
کاسترو له چين سره د دوستانه اړيکو ټينګښت د السلوادور لپاره ډېر مهم بللی او ويلي يې دي، چې هېواد به يې د اقتصاد، علمي ټېکنالوژۍ او کلتور په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.





























