د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۰مه نېټه هاکاينډي هيچيليما ته د زامبيا د ولسمشر په توګه د هغه د بيا ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې هغه په وروستيو کې له ولسمشر هاکاينډي هيچيليما سره دوه ځلې ليدلي او د چين او زامبيا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لارښوونې يې کړې دي، چې په نتيجه کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور لا ژور شوی، خپلمنځي همکارۍ یې ډېرې لاسته راوړنې لري او په څو اړخيزو چارو کې يې نږدې همغږۍ او همکارۍ زیاتې شوې دي.
شي جين پينګ ويلي، چې هغه د چين او زامبيا د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او له ولسمشر هاکاينډي هيچيليما سره به يو ځای د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې لاسته راوړنې پلې کړي، د دواړو هېوادونو دوديزې دوستۍ ته به پرمختګ او متقابل ملاتړ ته به یې دوام ورکړي او د متقابلو ګټورو همکاريو کچه به يې لوړه کړي. دغه راز، د چين او زامبيا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې به نوی پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.





























