د سوريې د لنډ مهالي حکومت خارجه وزارت د اګست په ۲۲مه نېټه په يوې اعلاميې کې د اسرائيلي ډرونونو د هغه بريد سخته غندنه وکړه، چې له امله يې د سوريې په ريف دمشق ايالت کې ګڼ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، دغه بريد د سوريې پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سخت تېری او له نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه ده. که اسرائيل پر له پسې پر سوريې تېری وکړي، د سيمې حالت به لا نور هم ترينګلی، ثبات به يې خراب کړي او د ولسي خلکو ژوند به وګواښي.
سوريې پر نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې خپلې دندې پر غاړه واخلي او د اسرائيلي تېري مخنيوی وکړي.
د اسرائيل دفاعي پوځ په همدې ورځ په يوه بله اعلاميه کې ويلي، ځواکونو يې په همدې ورځ د سوريې په جنوب کې پر يو اورپکي ډزې کړې، چې د بريد په چمتو کولو بوخت و. د اسرائيلي ځواکونو په خبره، دغه اورپکي اسرائيلي سرتېري ګواښلي دي.





























