د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د تهران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک پر لاسلیک هوکړه شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ په تهران کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د پانګونې پر فرصتونو او شته ستونزو خبرې شوې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، دغه هوکړهلیک به کابل ته د ایراني سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شي. دغه سفر به د امام ابوحنیفه پنځم نندارتون او سوداګریز فورم له جوړېدو سره هممهاله وي. دواړو خواوو د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو او د افغان او ایراني سوداګرو د ټولنو پر رامنځته کولو هم هوکړه کړې ده.





























