د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کویټ د «مجموعةالسایر» سوداګریز شرکت له اجرائیه رئیس ابوناصر محمد سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، ابوناصر محمد په افغانستان کې سوداګرۍ او پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان محصولاتو د سوداګرۍ او نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره ډېر فرصتونه شته. نورالدین عزیزي هم پانګوالو او سوداګرو ته د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.





























