د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير کاظم غريب ابادي رسنيو ته ويلي، چې ايران او عمان د هرمز تنګي له لارې د بېړيو د تېرېدو په اړه هوکړه کړې، چې له مخې به یې فارس خليج ته د بېړيو د ننوتلو لاره د ايران له اوبو څخه تېريږي او له فارس خليج څخه د وتلو لاره به د عمان او ايران له اوبو څخه تېريږي.
نوموړي ويلي، هېڅ جنګي بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدو اجازه نه لري او يوازې سوداګريزۍ بېړۍ کولی شي، چې پر دغې لارې تګ راتګ وکړي.
د ايران راډيو او تلويزيون د کاظم غريب ابادي په قول ويلي، چې د ايران او عمان ترمنځ تفاهم د هرمز تنګي د سمدستي پرانيستلو په مانا نه ده او دغه ترتيبات یې یوازې لنډمهاله بللي دي او په خبره یې، دواړه هېوادونه به د ۳۰ ورځې څخه تر ۶۰ ورځې پورې د هرمز تنګي له لارې د بېړيو د تېرېدو په اړه پر دايمي پلان خبرې وکړي.
نوموړي زياته کړې، که امريکا د ايران غوښتنې او شرايط پوره نه کړي، نو د هرمز تنګی به تړلی پاتې وي.





























