پنجشنبه, اگست 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اقتصادي مرستیالۍ: په ۳ ولایتونو کې د روغتونونو جوړول منظور شول

    سره صلیب؛ په پنجشېر کې له ۱۵۰ کروندګرو سره مرسته کړې

    ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۶ زرو ډیرو بندیانو ته بښنه شوې ده

    په خوست او سمنګانو کې د پانګونې طرحو ارزونه شوې ده

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اقتصادي مرستیالۍ: په ۳ ولایتونو کې د روغتونونو جوړول منظور شول

    سره صلیب؛ په پنجشېر کې له ۱۵۰ کروندګرو سره مرسته کړې

    ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۶ زرو ډیرو بندیانو ته بښنه شوې ده

    په خوست او سمنګانو کې د پانګونې طرحو ارزونه شوې ده

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

انسان شکله روبوټونو څنګه چټک پرمختګ وموند؟

اگست 27, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د امريکا اې پي اژانس، د جاپان اشاهي شيمبون خبري وېبپاڼې او د هسپانيې اي ايي پايس ورځپاڼې او ځينو نورو نړيوالو رسنيو د چين د انسان شکله روبوټونو دویمې نړيوالې لوبې ته لوړه پاملرنه کړې او فعاله ستاينه يې کړې ده.

د انسان شکله روبوټونو  پنځه ورځنۍ نړيوالې لوبې د اګست له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوې، چې پکې د نړۍ له شپږو لويو وچو څخه د ۱۶ هېوادونو د ۶۶۶ ډلو ۲۰۵۶ روبوټونو سيالۍ کړي او خلکو ته يې د راتلونکي يوه ډېره په زړه پورې تېکنالوژيکې مېلمستيا وړاندې کړې ده.

دا په نړۍ کې د روبوټونو لومړنۍ مجموعي سیالۍ وه، چې یوازې انسان شکله روبوټونو پکې برخه اخيستې وه او دا نه يوازې د روبوټونو لپاره یو ازمايښتي ډګر و، بلکې د روبوټونو د صنعت د پرمختګ د کتنې یوه مهمه کړکۍ هم وه.

د سږنۍ لوبې په ګڼو سیاليو کې ریموټ کنټرول ځای نه درلود او پر ځای یې د روبوټونو بشپړ خودکاري کارول شوي او په مستقیمه توګه پکې د روبوټونو د چاپېریال پېژندنې او د خپلواکې پرېکړې وړتیاوې ازمویل شوې دي.

د روبوټونو له دغو ۵۱ سیالیو څخه ۲۱ یې په عملي سناریوګانو کې ترسره شوي، يعنې د کور، هوټل او لوجستیک په شمول په ډېرو واقعي سناريوګانو کې د روبوټونو وړتياوې ازمويل شوې دي. په دغو ازموينو کې د توکو بار او پر ځای کول، کورني خدمات، اور وژنه او د خلکو ژغورنه او ځيني نور “ستړي، کثيف، خطرناک او ستونزمن” کارونه شامل وو.

د ټېکنالوژۍ کارپوهان په دې اند دي، چې د روبوټونو داسې لوبې به په راتلونکي کې دا زمينه برابره کړي، چې روبوټونه به د سیالۍ له ډګر څخه د کارخونو او کورونو استعمال ته ځي او د انسان شکله روبوټونو صنعتي استعمال به ډېره وده وکړي.

د معلوماتو له مخې، د چیني برانډونو د صنعتي روبوټونو استعمال ۲۵۳ صنعتي برخو ته رسېدلی؛ د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چین د انسان شکله روبوټونو توليدي شمېر له ۴۰ زرو څخه اوښتی او په نړۍ کې يې ونډه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې ده.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د انسان شکله روبوټونو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱۰ سلنه زیاتوالی موندلی و.

د انسان شکله روبوټونو نړيوالې لوبې نه يوازې د روبوټونو د وړتیا د پياوړتيا لپاره ګټورې دي، بلکې دغسې سیالۍ د هېوادونو ترمنځ یو خلاص او همکاريز پلیټفورم هم جوړولی شي او ورسره د روبوټونو د ټېکنالوژۍ او صنعت پرمختګ وده  موندلی شي.

د برازیل د روبوټي ټیم مشر فلاویو توني ډانډیل رسنيو ته ویلي، چې د نړۍ د بېلابېلو خواوو ترمنځ همکارۍ د انسان شکله روبوټونو د پراختیا لپاره ډېرې مهمې دي او په خبره یې، چین یو ښه پلیټفورم برابر کړی دی.

په یو ګل نه پسرلی کېږي، خو زرګونه ګلونه بیا باغ سمسور او ښکلی کوي.

چين په دې وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال کنفرانس، د روبوټونو نړيوال کنفرانس او د انسان شکله روبوټونو د نړیوالو لوبو په شمول يو لړ نړیوال فعالیتونه ترسره کړي، د نړيوالې ټېکنالوژۍ د تبادلې او د توليد او غوښتنې د پيوستون لپاره يې پلونه جوړ کړي او د ټېکنالوژۍ د عملي استعمال پروسه يې چټکه کړې ده.

په ورته وخت کې، چین پر پرانيستو سرچينو ټینګار کوي او نړۍ ته یې د پرانيستې سرچینې داسې لوی ماډلونه وړاندې کړي، چې د کارونې په بهير کې ډېر کم لګښت لري.

د چين دغه ماډلونه به د نړیوال نوښت اصلي لګښت ټيټ کړي او د سراسري جنوب پرمختګ ته به وده ورکړي.

نړیوالو رسنیو ويلي، چین د نړیوالو عامه توکو برابرونکی دی او دغه هېواد له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته کوي، چې د ځيرکتيا په عصر کې ورسره په ګډه ګامونه واخلي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ روسيې ته د سي ایي اې د مشر سفر تائيد کړ

اگست 27, 2026

د نيپال په شمال کې د سختو سېلابونو له امله ډېر کسان مړه شوي او ۸۲۶ نور ورک دي

اگست 27, 2026

ایران: که امریکا يې شرطونه ونه مني، نو هرمز تنګی به هم بند وي

اگست 27, 2026

د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين ناخالص کورنی توليد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۷ زيات شوی

اگست 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In