قرغېزستان ته د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د سفر په درشل کې په پلازمېنې بېشکیک کې د چين ميډيا ګروپ د غوره وېډيويي پروګرامونو د خپرېدو لړۍ پيل شوه، چې پکې د چين ميډيا ګروپ «د شي جين پينګ پيغام» او «د سرو انارو رسټورانټ» په شمول نږدې لس وېډيويي پروګرامونه شامل دي او د قرغېزستان د ملي ټلویزيون او راډيو او نورو مهمو رسنيو پر پلاټفورمونو به په وار سره خپاره شي.
د دغو پروګرامونو د خپرېدو مراسمو ته د چين د کمونېست ګوند د مطبوعاتي ادارې د مشر مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ وېډيويي وينا کړې او د قرغېزستان د ملي ټلويزيون او راډيو منیجر او په بېشکیک کې د چین د سفارت مستشار وزیر په شمول شاوخوا سلو کسانو ګډون کړی و.
د ګډونوالو په نظر، دغه وېډيويي پروګرامونه به له قرغېزستانيانو سره مرسته وکړي، چې په نوې زمانه کې د ټولنې، کلتور، ژوند، ساينس او ټيکنالوژۍ او نورو مختلفو برخو کې د چین په اړه معلومات ترلاسه کړي.





























