د انسان شکله روبوټونو پنځه ورځنۍ نړيوالې لوبې د اګست په ۲۶مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسېدې.
په دغو لوبو کې د څه باندې سلو ډولونو دوه زرو انسان شکله روبوټونو برخه اخیستې وه او د ځغاستې، د مالونو د لېږد، د هوټل کوټې د پاکولو، په مارکېټ کې د مالونو د انتخابولو او له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې په شمول څو برخو کې يې سیالۍ ترسره کړي او ځيني ريکارډونه يې جوړ کړي دي.
دغو روبوټونو نه يوازې په ځغاستې کې، بلکې د فوټبال، جمناستيک، وزن پورته کولو، نڅاوو او وو شو په شمول ځينو لوبو کې هم خپل جذابيت ښکاره کړی دی.
د خبر له مخې، انسان شکله روبوټو په ۵۱ لوبو کې ۱۳۰۱ سیالۍ ترسره کړي، چې د نړۍ د ۱۶ هېوادونو او سيمو د ۶۶۶ ټيمونو ټولټال ۲۰۵۶ روبوټونو پکې برخه اخيستې وه.





























