د ډلهییز امنیت تړون سازمان عمومي منشي طلعتبیک ماسادیکوف وايي، د دغه سازمان غړو هېوادونو د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د اړینو تجهیزاتو پر لېست هوکړه کړې ده. ماسادیکوف له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، ښايي د دغو تجهیزاتو لومړنۍ محمولې د روان کال په خزان کې تاجکستان ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت د تأمین لپاره اوسني اقدامات بسنه نه کوي او د دغې پولې پیاوړتیا د ډلهییز امنیت تړون د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهمه ده.





























