د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۲۸مې نېټې په نیپال کې د زورورو سیلابونو او د ځمکښويدنې د پېښې په اړه د دغه هېواد ولسمشر رام چاندره پودیل ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ویلي، د نیپال او چین په سرحد جیلونګ—راسوا بندر سیمو کې د خټو ښوېدنې سخته پېښه شوې، چې له امله یې ډېرو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسیدلي او ډېر خلک لا هم ورک دي.
شي جين پينګ په پيغام کې د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب پر مړو شويو کسانو ژوره خواشيني او د دوی له کورنیو او ټپیانو او ناورین ځپلو سره صمیمي همدردي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي، د چین اړوند ارګانونه تر وسې هڅې کوي، چې ورک شوي کسان پيدا کړي، ناورين ځپلي خلک خوندي ځایونو ته ولېږي او د ټپيانو درملنه وکړي.
شي جين پينګ ويلي، چې چین به له نيپال سره هم اړوندې مرستې وکړي.
نوموړي په پيغام کی باور ښودلی، چې د چین او نیپال خلک به ډېر ژر له ناورین څخه راووځي او خپل کورونه به بیا جوړ کړي.
د چین صدراعظم لي چیانګ هم په همدې ورځ خپل نيپالي سیال بلندرا شاه ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.




























