د صحرايي کېدو د مخنيوي په اړه د ملګرو ملتونو د تړون د لاسليکوونکو ۱۷مه غونډه (کوپ ۱۷) د اګست په ۲۹مې نېټې د مغولستان په پلازمينې اولان باتور کې پای ته ورسېده.
په دغه غونډه کې يو لړ پرېکړه ليکونه او «د اولان باتور اعلاميه» تصويب شوې او د نوموړي تړون د تطبيق او د نړۍ د ځمکو د ادارې د پياوړتيا لپاره ګډې نظريې راغونډې شوې او راتلونکي عملي نقشه يې روښانه شوې ده.
د غونډې د پرېکړې له مخې، د تړون د لاسليک کوونکو ۱۸مه غونډه (کوپ ۱۸) به په مصر کې تر سره شي.





























