د اګست په ۳۰مې نېټې د چين د شي ځانګ کورواکې سيمې په جيلونګ ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره شوې او پکې د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل په ډاګه شوی دی.
د چين د ساينس اکاډمۍ اړوند د چنګدو د غرونو او ځمکو څانګې د يخچالونو د پېښو ضد مبارزې ګروپ د هغو شمېرو او ارشيفو د تحليلو له لارې د پېښې لامل روښانه کړی، چې له لرې نه د کنتروليدونکي سپوږمکيو يا ډرونونو او د ناورين ځپلې سيمې څخه د ليدنې له لارې تر لاسه شوي.
نوموړي ګروپ د جيلونګ د ځمکې ښويېدنې لامل ته اشاره کړې: د بېجينګ پر وخت د اګست د ۲۶مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۵۲ دقيقو په نيپال کې يو لوی يخچال ټوټه ټوټه شو او ټوټې يې د سمندر له سطحې نه ۵۲۰۰ متره جګوالی لرونکي ځای څخه په چټګ سرعت ۴۰۰۰ متره جګوالی لرونکي ځای ته ولوېدل. په دې بهير کې د خټو او ډبرو سخت سيلاب رامنځته شو او له چټک حرکت وروسته يې د چين د شي ځانګ پر جيلونګ ځمکني بندر حمله وکړه، کوم چې د سمندر له سطحې نه ۵۲۰۰ متره جګوالی لرونکي ځای کې موقعيت لري. د ځمکمې ښويېدنې له امله د جيلونګ ځمکني بندر کې د صفر اعشاريه ۷ کيلومتره مربع په مساحت ساحې کې ۲۷ ودانۍ او اړوند تاسيسات تر خاورو لاندې شوي دي.





























