د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي او نږدې ۷۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي. د دغه ریاست د مالوماتو له مخې، تېر کال ۶۷ زره او ۸۱۲ مټریک ټنه انګور راټول شوي وو، خو سږ کال دغه کچه ۶۹ زره او ۸۴۶ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده. د مسوولینو په وینا، د بڼوالو هڅې، د کرنیزو لارښوونو عملي کول او د بڼونو ښه مدیریت د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.





























