د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اګست په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې چيني او نيپالي لورو د هوا پېژندنې، اوبو لګولو او د ناورين د مخنيوي په برخو کې ښې همکارۍ لري او د سرحدي سيمو په جيلونګ – راسووا بندرونو کې د خټو ښويېدنې له پېښې راهیسې يې د ورکو خلکو د لټولو او ژغورلو، د معلوماتو د شريکولو او د نورو ناورينونو د مخنيوي په اړه فعالې او سالمې اړيکې او تبادلې ساتلې دي.
نوموړي زياته کړې، چين به له نيپال سره مرستې او همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې به وساتي.





























