د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د شپږم کنفرانس پر مهال ویلي، چې په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ۴۱۹ زره او ۷۵ کورنۍ، چې ۱ میلیونه ۹۹۷ زره ۴۷۱ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې ۲۱۷ زره ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان، ۲۰۰ زره ۹۲۱ کورنۍ له ایران او ۲۳۰ کورنۍ له ترکیې څخه هېواد ته راستنې شوې دي. مجاهد ویلي، چې د اقتصاد وزارت له لوري په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې له پاکستان او ایران څخه د ایستل شویو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه ۲۱ میلیونه ۹۹۵ زره امریکايي ډالره او له ۴۸ میلیونه افغانیو زیاتې مرستې راټولې شوې دي.






























