د اروپايي کميسيون رئيسې ارسلا فوندرلاين د سپتمبر په ۷مه نېټه د ډنمارک له کورواکې سيمې ګرينلينډ ټاپو له مرکز نوک څخه لیدنه وکړه او د ليدنې په ترڅ کې يې اعلان کړی چې اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د دوه سوه ميليونه يورو د سرمايه ګذارۍ کولو پلان صادر کړي تر څو چې ورسره همکارۍ پياوړې کړي.
اروپايي کميسيون په همدې ورځ د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه پلان به په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د ګرينلينډ ټاپو په اړوندو ساحو کې عملی شي. دواړه خواوې به د ښوونې او کب نيولو په شمول ساحو کې همکارۍ زياتې کړي، په ګرينلينډ ټاپو کې به د سپوږمکۍ او مخابراتي نوري کیبل د نښولو چارې بشپړې کړي، د اوبو بريښنايي سټېشن د جوړولو او د کليدي اصلي موادو د پرمختګ ملاتړ به وکړي. دغه پلان به په ګرينلينډ ټاپو کې د خلکو د کورونو شرايط ښه کړي، دوامدارې سياحتي چارې به پرمختګ وکړي او له کوچنيو تصديو سره به مرسته وکړي.































