د کارګرانو د نړیوالې ورځې له را رسېدو سره، افغان کارګران د کار له نشتوالي او د تنخواه ګانو له کمښت څخه شکایت کوي. سږ کال هم افغان کارګران د تېر په څېر، شکایت کوي چې حکومت د دوی د وضعیت ښه کولو ته پاملرنه نه کوي. دوی له حکومته غواړي چې د دوی د وضعیت ښه کولو ته دې تدابیر ونیسي. د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر محمد لیاقت عادل سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې که حکومت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي، د کاریګرو ستونزې به زیاتې او په یوه ناورین بدلې شي. دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه اوزګار ځوانان د کار لپاره ایران، پاکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي چې ډېری يې په لارو کې مړه کېږي.