د تاجکستان ولسمشر د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزير سره په کتنه کې ويلي چې په دغه هېواد کې زنداني اتيا افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست صلاح الدين رباني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په هغه هېواد کې کتلي دي. سرچينه زياتوي چې رباني په دغه کتنه کې له افغانستان سره د تاجکستان له مرستو مننه کړې او تاجکستان يې د افغانستان دوست او ورور هېواد بللى دى. رباني له امام علي رحمان نه غوښتي چې په هغه هېواد کې بندي اتيا افغانان افغانستان ته واستوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، رحمان ډاډ ورکړى چې دغه اتيا زندانيان به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي. رحمان دا هم ويلي چې په يو کال کې به د تاجکستان د راغون بند په بشپړېدو سره، افغانستان ته د دغه هېواد د برېښنا واردات ډېر شي.




































