په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون پخواني غړي د ناسم مدیریت او بې کفایتۍ له امله له خپلو دندو ګوښه شول، خو داسې ښکاري چې په ټاکنو کمېسیون کې پخوانۍ تجربې بیا تکراریږي. د کمېسیون نوې رهبري چې له کار څخه یې کابو درې میاشتې تیریږي، لایې هم چارې ورو پرمخ ځي او په تازه پرېکړه کې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک سیستم دکارولو له پرېکړې هم بېرته په شاشول. د ازادو او عادلانه ټاکنو اجرایوي ريیس یوسف رشید وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش نه مراعتول له ناظرینو سره نه همغږي په چارو کې دشفافیت نشتون او ضعیف مدیریت هغه مسایل دي چې کمېسیون یې دخپل کار په لومړي پړاو کې په عملي کولو کې پاتې راغلی. که څه هم د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو برخلیک روښانه نه دی، خو حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول د کمېسیونونو مسولیت ګڼي، خو ټینګار دا دی چې ټاکنې د ستونزو ښکار نشي.




































