د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین په تازه ټوېټ کې ویلي چې د یوه سفر په لړ کې یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې صلاح الدین رباني او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سولې تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او قوت بحثونه کړي دي. دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې مهمې بللې دي. کاملوف ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د ثبات او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ ته تیار دی.




































