د راپورونو له مخې نن سهار د هرات په اوبه ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې پنځه کسه یې وژلي او د ولسوال په ګډون شل کسه نور یې ټپيان کړي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم دغه پېښه تاییدوي او وایي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو. وژل شوي ملکیان دي چې په ولسوالۍ کې پر خپل کار لګیا وو. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.




































