تیره پنجشنبه غوڅ ملاتړ ماموریت، د هوايي عملیاتو په ترڅ کې چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یې ترسره کړل، په پایله کې یې یو شمېر ملي پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته. له امنیت شورا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د ملي امنیت شورا دفتر د پيښې د دقیقې څیړنې لپاره یو مسلکي پلاوی ګمارلی چې د پیښې هر اړخیزه څیړنه وکړي او لازم تدابیر ونیسي تر څو په راتلونکې کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي. سرچینه کاږي، دغه راز د هلمند ولایت رهبري او د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه کړې چې په پیښه کې د ټپیانو درملنه په سمه توګه وکړي او د اړتیا پر مهال د لا ښې درملنې لپاره یې کابل ته ولېږدوي. د سرچینې په خبره لومړنۍ موندنې ښيي چې د برید لپاره ناسم کوردینات شریک شوي وو او نور معلومات به د څیړنو تر بشپړیدو وروسته شریک شي.




































