په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، د طالبانو ډلې په وار وار د سولې وړاندیز رد او جګړو ته یې دوام ورکړی دی. ډیو بټلر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې هېواد کې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي. بټلر ویلي، امریکا، افغان حکومت او د افغانستان ټول خلک له طالبانو سره سولې ته چمتو دي خو دغه ډله پر جګړې ټینګار کوي. هغه ویلي، دوی غواړي همدا نن جګړه ختمه کړي ځکه چې نه غواړي نور افغانان ووژل شي. د بټلر په خبره، په دواړو لورو کې سلګونه افغانان وژل کېږي، خو اوس د طالبانو د تلفاتو شمېر ډېر شوی دی.




































