د زابل په ارغنداب کې څلور ښوونځي چې دیارلسو کلونو راهیسې وسله والو طالبانو بند کړي وو، بیا پرانیستل شول. د زابل د پوهنې رئيس نصرالله زاهد ویلي چې دا کار د قومي مشرانو په مرسته شوی دی. زاهد زیاته کړې، په دې ښوونځیو کې یې تر اوسه ۷۲۰ زده کونکي ثبت کړي دي. د زابل د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی او ښوونکی وايي، خوشحاله دي خو ستونزې یې ډېرې دي. دده په خبره د کتابونو له کمښت سره مخ دي او زده کوونکي په مورنۍ ژبه زده کړې ته اړتیا لري. د زابل والي رحمت الله یارمل بیا ویلي چې دغه ستونزې به سږ او راتلونکي کال کې حل شي. په زابل کې چارواکو ویلي ۷۰ زره زده کوونکي لري چې ۱۴ زره یې نجونې دي.




































