د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي د قطر دفتر له مشرتابه سره کتلي دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي. په دغه لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او همدا راز د سولې پر مسئله خبرې شوې دي. د شاهین په وینا دواړو لورو پر سوله او د سولې په مذاکراتو کې د آلمان پر همکارۍ هم بحثونه کړي دي. آلمان ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي او افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي. آلمان همدا راز ویلي چې د سولې په تړاو به د قطر له دفتر سره خپلو تماسونو او اړیکو ته هم ادامه ورکوي. د آلمان ځانګړي استازي تر دې وړاندې په کابل کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره کتلي وو او د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې وې.




































