یکشنبه, مې 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    له هلمند څخه ایران او ازبکستان ته د پنبې صادرات زیات شوي

    بوسکوویچ پوهار: د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

    مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اتم مهالوېش اعلان کړ

    بغلان کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

  • نړۍ

    امریکا له وینزویلا څخه ټول غني شوي یورانیم وړي دي

    ایران کې د درملو بيې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې لوړې شوي

    ټرامپ: روسیې له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی

    عراقچي: امریکا د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي له منځه وړي

    سهیل شاهین په دوحه کې د ګامبیا له سفیر سره کتلي دي

    ایران: د امریکا وروستي وړاندیز ته یې رسمي ځواب نه دی ورکړی

    هیګسېټ: واشنګټن له ایران سره د جګړې په لټه نه دی

    متحده عربي امارات: د ایران پر وړاندې د ځواب بشپړ حق لرو

    راپور: هرمز تنګي کې زرګونه سمندري کارکوونکي بند پاتې دي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې؛ څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنو کمېسیون نوې رهبري تر دې دمه ناکامه ده

مې 20, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت مشرتابه په ټاکنو کې د کم کارۍ او همدا راز د درغلیو د تورونو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رهبري له دندې ګوښه کړه، خو ویل کېږي چې نوې رهبري هم تر دې دمه په خپلو چارو کې بریالۍ نه ده. وروسته له دې چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنې د ملي یووالي حکومت او ټاکنو کمېسیون پر ارادو او فعالیتونو د ولس شک را ولاړ کړ، حکومت پرېکړه وکړه چې د کمېسیون لپاره نوې رهبري غوره کړي. په همدې موخه د ولسمشریزو ټاکنو ټولو نوماندانو د رایو له لارې دغه کمېسیون ته نوې رهبري وګومارله، خو اوس څارونکي بنسټونه پر دغه رهبرۍ هم د بې کفایتۍ او کمزوري مدیریت تور لګوي.

د کمېسیون د نوې رهبرۍ له کار څخه کابو درې میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم چارې خورا ورو پرمخ ځي او په تازه پرېکړه کې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم له کارولو هم په شا شوي دي. دغه سیسټم د کمېسیون تېرې رهبرۍ په خورا لوړه بیه پېرلی و او په خبره یې په دې سره به ټاکنې شفافې شي او درغلي به کمه شي. خو د کمېسیون نوې رهبري بیا وایي چې دغه سیسټم کارنده نه دی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش نه مراعتول  له ناظرینو سره نه همغږي، په چارو کې د شفافیت نشتون او کمزوری مدیریت هغه مسایل بولي، چې کمېسیون یې د خپل کار په لومړي پړاو کې په عملي کولو کې پاتې راغلی دی. د ازادو او عادلانه ټاکنو اجرایوي رییس یوسف رشید ویلي، د ټاکنو کمېسیون په خپلو لومړنیو کارونو کې ناکام دی. د نوموړي په خبره، خلکو ته په عامه پوهاوي، د وسایلو په تنظیم، د کارکوونکو په روزنه او همدا راز د مهالوېش له مخې عمل نه کول هغه څه دي، چې د کمېسیون نوې رهبري پکې پاتې راغلې ده.

د یوسف رشید په باور، د ټاکنو کمېسیون نوې رهبري له ژمنو سره سره په خپلو کارونو کې ناکامه شوې ده. نوموړي ویلي: ((کمېسیون هغه څه چې ژمنه کړې وه چې باید ترسره یې کړي، ورباندې بریالي شوي نه دي، نو ځکه یې په لومړنیو چارو کې ناکام بللی شو)).

که څه هم د راتلونکو ټاکنو د تر سره کولو برخلیک روښانه نه دی، خو حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو تر سره کول د کمېسیونونو مسوولیت ګڼي او ټینګار یې دا دی چې ټاکنې باید د ستونزو ښکار نه شي. بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې دوی پر خپل وخت د ټاکنو تر سره کولو ته ژمن دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس حوا علم نورستانۍ پرون په یوه مرکه کې ویلي وو، چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي.

نوموړې دا هم ویلي وو، چې امریکا ترې د ولایتي شورا د ټاکنو ځنډول غوښتي دي. د نورستانۍ په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ورته ویلي، چې د وخت د کموالي او ستونزو له امله باید یوازې پر ولسمشریزو ټاکنو تمرکز وشي. خو نوموړې وايي چې دواړه ټاکنې په یوه وخت ترسره کېږي او دوی یې د ترسره کولو وړتیا لري.

بل پلو پرون طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي وو، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشر تادامیچي یاماموتو د کمېسیون له مشرتابه سره کتلي دي او له دوی یې د ولایتي شورا د ټاکنو ځنډول غوښتي دي. خو په یوناما کې رسمي سرچینو دغه راپور رد کړی دی.

ټاکنو کمېسیون داسې مهال د خپلو چارو د ښه ترسره کېدو او پر وخت د ټاکنو تر سره کولو خبره کوي، چې د شنونکو په باور ټاکنو ته کم وخت پاتې دی او ښایي دغه کمېسیون بریالی نه شي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

Tags: featured
Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

له هلمند څخه ایران او ازبکستان ته د پنبې صادرات زیات شوي

مې 10, 2026

بوسکوویچ پوهار: د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

مې 10, 2026

مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اتم مهالوېش اعلان کړ

مې 10, 2026

بغلان کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

مې 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In