په افغانستان کې د یوې نوې ترسره شوې سروې پایلې ښیي چې کابو ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي. خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي. دا سروې د عامې روغتیا وزارت لخوا په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وه او په تېر ۲۰۱۸ کال کې بشپړه شوې. د دغې سروې پایلې ښیي چې روانه جګړه، بېوزلي او نامعلوم راتلونکی افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کېدو لوی لاملونه دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د رواني ستونزو د کچې معلومولو په موخه یې د لومړي ځل لپاره په ۱۵ ولایتونو کې له نژدې ۱۳ زره کسانو سره مخامخ یو ساعته مرکې کړې دي. دغه سروې د همدې مخامخ مرکو پر بنسټ بشړه شوې ده. کارپوهان وایي، په افغانستان کې روان وضعیت د دې هېواد وګړي تر رواني فشار لاندې راوستي او له ستونزه سره یې مخ کړي دي. دوی وایي، روانه جګړه، بېکاري، کډوالي او نور دېر لاملونه شته چې خلک یې په رواني ستونزو اخته کړي دي.




































