په هېواد کې د ننه د جګړو له امله تر دې دمه تر سل زره ډېر کسان بېځایه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هوا په ګرمېدو سره جګړې شدیدې شوې دي چې له امله یې زرګونه کسانو خپلې مېنې پرې اېښې دي. د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په هېواد کې د ننه تر سل زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي. تر ډېره دغه کسان په ننګرهار، کونړ، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. وروستۍ څېړنې ښيي چې دغه کسان بېرته خپلو مېنو ته زر نه شي ستنېدلی ځکه په سیمو کې یې جګړې روانې دي او ډېری یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.




































