شد راپورونو له مخې وسله والو طالبانو نن سهار د سید اباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې د کندهار کابل لویه لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې ده او جګړه یې پيل کړې ده.د سید اباد ولسوال حاجي امیر محمد ملکزی وایي، طالبانو لاره د سیداباد په سالارو کې تړلې ده او نږدې ۴۰۰ مسافر وړونکي موټر یې درولي دي. دده په خبره اوسمهال په سیمه کې جګړه روانه ده او طالبان هېڅ موټر ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي. پر دې لاره بند مسافر هم وایي چې لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې او په سیمه کې جګړه روانه ده. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































