د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کي بهرنیو ځواکونو د ملکي خلکو پر دریو کورونو بمبار کړی، چې پرمهال یې اته کسان وژلي او ۱۳ نور ټپیان دي. عیني شاهدان وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملکي مرګ ژوبلې معلومولو لپاره یې پلاوی ټاکلی دی. خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، چې د لمړنيو راپورونو لهمخې تر دې مهاله د ۳ وژل شوو او ۹ ټپیانو راپور ولایت مقام ته رسېدلی دی. دغه پېښه تېره شپه نږدې ۲ بجې رامنځته شوې ده. په ۹ ټپیانو کې ۵ ماشومان، یو سپين ږیری او ۳ هم مېرمنې دي. افغان یا بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































