د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلمند په ګرشک او د میدان وردګو په نرخ ولسوالیو کې د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو له امله پر ملکي تلفاتو خپله ژوره خواشیني او اندېښنه څرګنده کړې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزی دغه غیر انساني عمل او بشري ضد جنایت په کلکو ټکو غندي. سرچینه کاږي، حامد کرزی د افغانانو پر کلیو او کورونو نظامي عملیات د افغانستان له خلکو سره ستر ظلم بولي او یو ځل بیا له حکومت څخه غواړي چې د افغانانو خوندیتوب ته په کلکه پاملرنه وکړي او په هېواد کې د عام ولس پر وړاندې هر راز نظامي عملیات په هر عنوان چې وي ژر تر ژره بند کړي.




































