د ولسمشرۍ ریاست نوماندانو د سرپرست حکومت طرحه نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړې ده. د ولسمشرۍ یو تن نوماند احمد ولي مسعود ویلي چې د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د اوسني حکومت قانوني دوره پای ته رسېږي او دوی له ټاکلې نیټې وروسته نړیوالې ټولنې ته د سرپرست حکومت طرحه وړاندې کړې ده. هغه ویلي چې دا طرحه یې پرون په یو ډیپلوماټیک محفل کې د امریکا، انګلستان، فرانسې، ایټالیا، روسیې، پاکستان، جاپان، هالنډ، هندوستان، تاجکستان، یوناما او ناټو استازو په موجودیت کې وړاندې کړې ده.




































