د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، حکومتي ځواکونو یو ځل بیا ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ګروپ معلومات ښيي چې د ثور په ۲۹ په هلمند کې د دوو جلا جلا پېښو په ترڅ کې ۱۳ ملکی کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د یاد ګروپ د معلوماتو له مخې د هلمند د ګرېشک ولسوالۍ په سیدانو کلي کې د هوايي برید له امله ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، دويمه پېښه ماخستن مهال د غنمو پر تریشل کوونکو شوې ده چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۴ ټپیان دي. په ورته وخت کې تيره شپه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په ترڅ کې د یوه بزګر په ګډون درې ملکی کسان وژل شوي دي. راپور وایي، تيره ورځ د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه انجینران هم وژلي دي. یاد ګروپ د جګړې پر ښکېلو غاړو ځانګړې توګه پر حکومت غږ کړی دی چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي کې خپل چلند بدل کړي.




































