پخواني امریکایي پوځي چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان جګړه د بمونو او ګولیو پر مټ د ګټلو نه ده. د امریکایي سټار انډ سټرایپزنشریې په یوه مطلب کې د یوه پخواني امريکايي پوځې له خولې چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی لیکل شوي، چې د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې روان مذاکرات دي. په مطلب کې راځي چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو خونړۍ او اوږده جګړه شوه نو ځکه یې اړتیا ده چې پای ته ورسول شي. سرچینه کاږي بمونه او ګولۍ په افغانستان کې روانه جګړه یوازې اوږدولی شي او په کمولو کې یې ونډه نه شي اخیستی.




































