په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه پخواني چارواکي جیم بولیون فاکس نیوز ته په یوه لیکنه کې لیکلي، چې که د افغانستان د سولې خبرې ځنډول کېږي او یا په سمه توګه مخ ته نه وړل کېږي نو په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو وېره ډېرېږي. هغه په بېړه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي امریکا ته په کار ده، چې له هر څه ځان ډاډه کړي او وروسته له طالبانو سره د سرتېرو د ایستلو پر سر هوکړې ته ورسېږي. د بولیون په خبره طالبان باید تیار کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او په دغه خبرو کې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري، نو ځکه د سرتېرو په ایستلو کې بېړې ته اړتیا نشته ده. هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده، خو دغه مذاکرات باید خورا دقیق او په اغېزمنه توګه مخ ته یوړل شي.




































