د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې تاجکستان ته د یوه سفر پر مهال ددغه هېواد له ولسمشر سره کتلي دي. تر یادې کتنې وروسته وانګ یې رسنیو ته ویلي چې چین او تاجکستان د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي. د نوموړي په خبره سره له دې چې د سولې هڅې روانې دي او په افغانستان کې د جګړې پر سیاسي حل ټینګار کېږي او افغانان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نږدې شوي دي. دده په وینا چین په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په برخه کې رغنده رول ترسره کړي او په خبره یې د هغه سولې او مذاکراتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي. د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز هیله څرګنده کړې چې امریکا له طالبانو سره په روانو مذاکراتو کې بریالۍ شي او د سیمې هېوادونه په پوره یووالي د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. ده زیاته کړې چین خورا هیله من دی چې په افغانستان کې د کلونو جګړه د روانو مذاکراتو پر مټ حل شي.




































