د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي افغانانو ته په یوه ټوېټر پیغام کې پیغور ورکړی دی، کای ایډه لیکلي هره ورځ له افغانستان خواشینوونکي خبرونه اوري. دده په خبره د سولې پر سر ناندرۍ دي، د تېرو او راتلونکو ټاکنو پر سر کشمکشونونه دي، په پارلمان کې ستونزې دي، د نوي رییس پر ګومارل کېدو خبره تر تاوتریخوالي رسېدلې، نو دې هر شي ته خواشینی دی. دده په خبره د هغه وخت په ارمان دی چې افغانان پخپلو کې سره یو شي او ستونزې حل کړي. کای ایډه داسې مهال افغانانو ته پيغور ورکوي چې له څو ورځو راهیسې په ولسي جرګه کې د رییس پر ټاکلو ناندرۍ روانې دي تر دې چې وکیلانو له یو بل سره شخړې هم کړې دي.




































