اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په سپیدار ماڼۍ کې د شمالي افریقا او منځني ختیځ لپاره د MTN مخابراتي شرکت له مرستیال اسماعیل جاوردي سره لیدلي دي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ام ټي ان په افغانستان کې لا ډېرې پانګونې په ځانګړي ډول د نوري فایبر او د موبایل له لارې د پيسو د لېږد په برخه کې پانګونې ته لېواله دی. هغه وویل، هڅه کوي چې په افغانستان کې معیاري مخابراتي خدمونه وړاندې کړي، قیمتونه راښکته او د پوښښ ساحه پراخه کړي، څو په لرو پرتو سیمو کې اوسېدونکي هم له مخابراتي خدماتو برخمن شي. اجرایيه ریيس غوښتنه کړې، چې ام ټي ان مخابراتي شرکت دې په افغانستان کې د انټرنیټ او مکالمو کیفیت، د قیمتونو را ښکته کولو او د کریډټو د ورکېدو په برخه کې د کاروونکیو اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.