امریکا وايي په افغانستان کې دداعش ډلې حضور مخ پر زیاتېدو دی. د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې د امریکا ددفاعي استخباراتو ادارې ویلي چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې دداعش ډلې د غړو شمېر څو برابره شوی دی. راپور وایي چې داعش ډله په بېلو سیمو کې د کسانو په جذب او د خپلو فعالیتونو پر پراختیا بوخته ده. امریکايي چارواک ویلي چې دغه ډله نه یوازې په کابل بلکې په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې فعالیت کوي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډېو بټلر هم ویلي، ددغه ډلې پر وړاندې مبارزه روانه ده، خو اوس یې فعالیتونه پراخ کړي دي. دده په خبره افغان او امریکایي پوځ ددغه ډلې مشران په نښه کړي دي او ډېری یې وژلي او لا یې هم پر وړاندې جګړه کېږي. تېره ورځ روسیې هم په افغانستان کې دداعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.




































