له کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان په اړه له امریکا سره دوه مخی چلند کړی دی. امریکايي نشنل انټرسټ نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکي امریکا په افغانستان کې په اصل کې له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره په جګړه وه. د سرچینې په خبره پاکستان له لومړیو کلونو راهیسې بیا تر دې دمه د طالبانو ملاتړ کاوه او په دې توګه یې له افغان حکومت او امریکایي پوځیانو سره جګړه کوله. سرچینه کاږي د امریکايي ولسمشرانو د بې کفایتۍ له امله هم له پاکستان سره مالي مرسته کېده او هم له دغه هېواد غوښتل کېدل چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته وکړي، خو پاکستان دوه مخي کوله. نشنل انټرسټ لیکي په افغانستان کې د امریکا او پاکستان موخې هېڅ وخت سره یو شان نه وې، امریکا ترهګري ختموله او پاکستان د ترهګرو په ملاتړ او روزنه بوخت و. په مطلب کې وړاندې راځي چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او امریکا ته په کار ده، چې په ټوله سیمه کې د امنیت او ثبات په موخه پر دغه هېواد فشارونه ډېر کړي.




































