د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګه وال اندېښمن کړي. سعد خطیبي ویلي، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګه وال په پانګونه کې ټکني شي. دده په خبره د سوداګرو د کورنۍ غړي تښتول کېږي چې بیا وروسته له دوی پیسې غوښتل کېږي او که داسې و نه کړل شي د کورنۍ غړي یې د تښتوونکو او غلو له لوري وژل کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وایي، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د پانګه والو تښتونو او وژنو کچه لوړه وه. خطیبي وايي، د ناامنۍ له امله ډېری سوداګرو خپله پانګه له هراته ایستلې او دا مهال یې په ترکیه او ایران کې پرې کارو بار پیل کړی دی.




































