د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. د طالبانو دقطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، په دې لیدنه کې ملا برادر د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره د افغانستان په روانو حالاتو، له امریکایانو سره پر مذاکراتو، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر مخنیوي او بشري مرستو خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، پر دې سربیره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په هکله د خپلې پالیسي وضاحت وکړ او د اروپايي ټولنې په استازیتوب یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د طالبانو سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.




































