د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن چهارشنبه د افغانستان د سولې په اړه یو دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا کنفرانس د اروپا د سولې د انسټیټیوټ لخوا جوړ شوی او د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي پکې د ګډون لپاره بروکسل ته رسېدلی دی. د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید ویلي، خلیلي به نن دغه کنفرانس ته وینا وکړي. په دغه کنفرانس کې د اروپايي ټولنې او ناټو ځينو غړو او ديپلوماتانو هم ګډون کړی دی او دوی به د افغانستان د سولې پر روانو هڅو او پروسه باندې بحثونه کوي.




































