ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته له طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړي. خلیلزاد نن د امریکا سنا جرګې ته وربلل شوی دی او هغه به سناتورانو ته په قطر کې له طالبانو او د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره د خبرو او لیدنې جزییات او معلومات وړاندې کړي. زلمي خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې شپږ ځله په قطر کې له طالب استازو سره ناستې او خبرې درلودې. ویل کېږي چې په دغه خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي خو په افغانستان کې یې د جګړې پر ډګر اغېز نه دی لرلی او لا هم نښتې روانې دي. امریکا بیا وايي خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي او د لا ډېر پرمختګ لپاره لا ډېرو بحثونو ته اړتیا لیدل کېږي.




































